د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستۍ ادعاوې رد کړې دي.
اسحاق ډار ویلي وو چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په یوه ورځ کې شپږ ځله له هغه سره اړیکه نیولې؛ خو د طالبانو حکومت دغه څرګندونې له واقعیت څخه لرې بللي دي.
د وزارت د ویاند حافظ ضیا احمد تکل په وینا، د دواړو لورو ترمنځ لومړنی ټیلیفوني تماس د متقابل تفاهم له مخې شوی و.
د تکل په خبره، په دې مکالمه کې ښاغلي ډار څرګنده کړه چې د موضوعاتو په اړه بشپړه خبرتيا نه لري او وروسته به بیا اړیکه نیسي، چې له همدې امله دوهم تماس هم ترسره شو.
د تکل په وینا، یوه ورځ وروسته د پاکستاني وزیر هڅه شوې اړیکه د تخنیکي او نورو عواملو له امله عملي نه شوه.
تکل زیاتوي چې د هېوادونو اړیکې باید د متقابل احترام او واقعیتمحور تعامل پر بنسټ ولاړې وي، او د اسلاماباد دغه ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو له روحیې سره په ټکر کې دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې تل یې هڅه کړې له ګاونډیانو سره د احترام او مثبت تعامل اړیکې وساتي، او تمه لري چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي هم د حقایقو په سمه انعکاس ته پاملرنه وکړي.

