د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې ځینو هېوادونو د افغانستان امنیت، د نشهيي توکو ضد مبارزه او اقتصادي پرمختګ ته د «اسلامي امارت» هڅې مثبتې ارزولي دي.
دغه وزارت د افغانستان په اړه د تصویب شوي پرېکړهلیک مخالفت کړی او ویلې یې دي چې په دې پرېکړهلیک کې د بشري وضعیت واقعي حالت له پامه غورځول شوی او د دودی نظر نه دی اخیستل شوی.
په اعلامیه کې راغلي چې سره له دې به هم، «اسلامي امارت» به دا پرېکړهلیک د اسلامي اصولو له مخې و ارزوي.

