یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د برېښنا شرکت:د اوزبېکستان د انرژۍ وزیر او د...

د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت:د اوزبېکستان د انرژۍ وزیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی کابل ته راغلي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د اوزبېکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی عصمت‌الله ایرګاشیف کابل ته په رسمي سفر راغلي دي.

دوی د امارتي شرکتونو د رییس احمدجان بلال او د برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رییس عبدالباري عمر سره لیدلي دي.

په نږدې شیبو کې تمه ده چې د افغانستان برېښنا شرکت او د اوزبېکستان استازي د څلورو مهمو پروژو تړونونه لاسلیک کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here