دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د برښنا شرکت:د تېرې شپې زلزلې د وارداتي برښنا...

د طالبانو حکومت د برښنا شرکت:د تېرې شپې زلزلې د وارداتي برښنا مزي سخت زیانمن کړي؛ څو ولایتونه له برښنا بې‌برخې شوي

د طالبانو حکومت د برښنا شرکت وايي، د تېرې شپې زلزلې د ازبکستان وارداتي برېښنا مزیو ته سخت زیان اړولی دی.

د یاد شرکت په وینا، د نایب‌اباد – سمنګان او خُلم–پلخمري ترمنځ د برېښنا لینونه پرې شوي او له امله یې کابل، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، لوګر، پکتیا، غزني او میدان‌وردک ولایتونه له وارداتي برښنا بې‌برخې شوي دي.

یاد شرکت ویلي، د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته د بیړنیو هڅو سره سره د لینونو د بېرته نښلولو لومړنۍ هڅې پایله نه‌ده ورکړې؛ خو تخنیکي ټیمونه اوس هم د زیانمنو شویو برخو د ارزونې او د برښنا د بېرته وصلولو په هڅه کې دي.

د یادې اعلامیې له مخې، د تاجکستان وارداتي برېښنا لین هم تر کندزه پرې شوی دی، چې د برښنا رسونې وضعیت یې نور هم له ننګونو سره مخ کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here