د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د سېلابونو د امکان په اړه خبرداری ورکړی دی.
د وزارت په وینا، د عقرب له ۱۳ څخه تر ۱۵ پورې په کابل، پنجآمو سیند او د هېواد په شمالي سیمو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو او سېلاب د راتلو احتمال شته.
همدارنګه، په پروان، پنجشیر، کاپیسا، لغمان، کنړ، نورستان، بدخشان، تخار، بغلان، سمنگان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب کې هم د سېلاب د احتمال خبر ورکړل شوی دی.
وزارت له خلکو غوښتي چې د سیندونو ښکته سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان په ځینو ولسوالیو او سالنګونو کې تېره شپه واورې ورېدلې ده.

