د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې د رسنیو د ملاتړ ادارو جوازونه به د هغو سازمانونو لپاره لغوه کړي چې مسلکي فعالیت نه کوي.
وزارت ویلي، د بیاکتنې پر اساس یې وموندل چې ځینې ادارې نه یوازې د ستونزې حل نه کوي، بلکې نورې ستونزې هم رامنځ ته کوي.
یاد وزارت زیاته کړې، یوازې درې ادارو ته به جوازونه نوي کړل شي، او د نورو غیر فعاله یا ستونزمنو سازمانونو جوازونه به لغوه شي.
ویل کېږي چې دغه پرېکړه د رسنیو د باور ساتلو، د خبریالانو د نوم ناوړه استفادې مخنیوي، او د رسنیو اړوند فعالیتونو د تنظیم لپاره شوې ده.

