د طالبانو حکومت تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جغرافیايي معلوماتو د ثبت عمومي ریاست د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د لیر ادرس یا کره پته موندنې سروې پیل کړه.
دا سروې د ډیجیټلي نقشو د غنيکولو، د جیوډیټابېسونو د جوړولو او د ځایونو د دقیق ثبت لپاره په درې پړاوونو کې ترسره کېږي.
په لومړي پړاو کې به د هر ولایت د مرکز ناحیو د مهمو ادرسونو، سړکونو او کوڅو، او سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو معلومات راټول شي.
د چارواکو په وینا، دا ګام د ښاري پلان جوړونې او خدماتو رسولو کې د اسانتیا په موخه اخیستل شوی.

