د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې سږ کال د وریجو ټولټال حاصلات ۴۴۷ زره مټریک ټنو ته رسېدلي چې د تېرو کالونو پرتله ۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
ددې ادارې په خبره، تر ټولو ډېر حاصل د کندوز، سرپل، تخار، بغلان، ننګرهار، کونړ او بلخ ولایتونو څخه راټول شوی دی.
د دوی په وینا، په هېواد کې د وریجو کرنه په ۱۳۵ زره هکټاره ځمکه شوې، چې د تېرو کلونو په پرتله لوړوالی ښيي.
یادې ادارې ټینګار کړی، چې د کرنې د پراختیا لپاره د کښت ساحو زیاتوالی او د حاصلاتو لوړوالی مثبت پرمختګ دی، خو د اړتیا وړ ذخایرو برابرول او د کروندګرو ملاتړ مهم دی.
دغې ادارې ویلي، چې په بغلان ولایت کې سږکال په ۲۸ زره او ۶۲۰ هکټاره ځمکو کې وریجې کرل شوي، چې د تېرو کالونو پرتله یې ۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

