دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت دفاع وزارت د پاکستان برید ته غبرګون:د پاکستاني ځواکونو...

د طالبانو حکومت دفاع وزارت د پاکستان برید ته غبرګون:د پاکستاني ځواکونو دا بې‌مسؤلیته کړنې به عواقب ولري

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د پاکستاني الوتکو هغه برید په کلکه غندلی چې د افغانستان په خاوره ترسره شوی او د ملکي خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د شهادت لامل شوی دی.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ډول “ظالمانه او وحشیانه اقدامات” نه یوازې د هېڅ لوري په ګټه نه دي، بلکې د دواړو ګاونډیو او مسلمانو هېوادونو د خلکو ترمنځ د واټن، کرکې او بې‌باورۍ د زیاتېدو سبب ګرځي.

اعلامیه ټینګار کوي چې د پاکستاني ځواکونو دا “بې‌مسؤلیته کړنې” به عواقب ولري.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت دغه اعلامیه له برید ۲۴ ساعته وروسته خپره شوه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here