د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د پاکستان لهخوا د افغانستان د هوايي حریم نقض په کلکو ټکو غندلی او دا یې «بېساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام» بللی دی.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، پاکستاني جټ الوتکو د ډېورند کرښې ته څېرمه د پکتیکا ولایت د مرغې په سیمه کې پر یوه ملکي بازار بمبار کړی او د کابل د پلازمېنې هوايي حریم یې هم نقض کړی دی.
اعلامیه زیاتوي:«موږ د افغانستان په حریم دا تجاوز په تر ټولو کلکو ټکو غندو او د خپل حریم څخه دفاع زموږ حق ده.»
یاد وزارت خبرداری ورکړی، چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي او وضعیت ترینګلی شي، مسؤولیت او عواقب به یې د پاکستان پوځ ته راجع وي.

