د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، چې په توپچي ریاست کې یې د میلان کنکورس 9M135 په نوم یو رهبري شوی راکټ فعال او دغه راز ۱۳ تنه یې له یوې میاشتي عملي زده کړو وروسته فارغ شول.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، دا راکټ د لومړي ځل لپاره په هېواد کې فعال شو، چې زرهدار ټانګونه، جنګي کښتۍ او ټیټ پرواز کوونکي هلیکوپټر په نښه کولای شي.

