د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ویاند مرستیال صدیقالله نصرت ویلي چې د «اسلامي امارت» ځواکونو تر دې مهاله د پاکستان د پوځ اته امنیتي پوستې نیولې دي.
د هغه په وینا، له دغو پوستو څخه پنځه په کندهار، دوه په خوست او یوه په زابل ولایت کې نیول شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې جګړه لا هم روانه ده او نښتې دوام لري.

