د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز او د مالیزیا د پرمختللو اسلامي زدهکړو انسټیټېوټ ترمنځ د افغانستان د روان وضعیت په تړاو دوهاړخیزې خبرې شوې دي.
مالیزیا کې د طالبانو حکومت د سفارت د معلوماتو له مخې، په دغو خبرو کې د دواړو لورو استازو، حکومتي چارواکو، د پارلمان غړو، اکاډمیکو څېرو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت، سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو او د طالبانو حکومت پر بهرني سیاست بحث شوی او د علمي، فکري همکاریو او د اوږدمهالو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.

