د پاکستان په اسلاماباد کې د طالبانو حکومت سفارت وایي چې سفیر سردار احمد شکیب د روسیې له سفیر البرټ خوریف سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو اوسنی وضعیت، د همکاریو راتلونکی او د سیمې وروستي تحولات څېړل شوي دي.
سردار شکیب د مسکو لهخوا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل د سیمهییز ثبات لپاره مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو پراختیا ته ژمن دی.
د روسیې سفیر هم د اړیکو له پراخېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې مسکو تل هڅه کوي په سیمه کې مثبت او مسؤلانه رول ولوبوي.

