د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیقالله عزیزي د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي سره کتلي او د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتنې او فرهنګي همکاریو په اړه یې خبرې کړې.
په دې ناسته کې دواړو خواوو د تاریخي میراث د خوندي کولو ژمنه کړې او ټینګار یې کړی چې دا یوازې د افغانستان مسوولیت نه دی، بلکې د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی.
همدارنګه دواړو خواوو ژمنه کړې چې په راتلونکې کې به خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.

