د طالبانو حکومت په یوې خپرې کړې اعلامیه کې د فلسطین په غزه کې د ښځو او ماشومانو پر ضد د اسرائيلي ځواکونو دوامداره بمبارۍ، لوږې، تندې، ناروغیو او کلابندۍ ته سخت غبرګون ښودلی دی.
اعلامیه کې راغلي چې «اسلامي امارت» دغه ظلمونه په کلکو ټکو غندي او دا یې له انساني، اسلامي او نړیوالو اصولو سره ښکاره تضاد بللی دی.
د طالبانو حکومت له اسلامي هېوادونو، مسلمانو ملتونو او ټولو مؤثرو نړیوالو اړخونو غوښتنه کړې چې د غزې مظلومو خلکو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته د بېړنیو بشري مرستو د رسېدو لپاره عاجل اقدام وکړي.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې که نړیوال او اسلامي امت په دې برخه کې بېپروایي وکړي، نو د الله تعالی له سخت عذاب سره به مخ شي.

