د طالبانو حکومت د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون ویلي، چې په تېرو ۱۹ ورځو کې لږ تر لږه ۵۰۵ زره او ۳۸۹ افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.
دوی زیاتوي، یوازې د چنګاښ په ۲۰مه نېټه ۳۰ زره او ۵۱۹ کسان د اسلامقلعه او پُلابریشم له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د کمیسیون په وینا، له دغو کسانو ۲۱۲ زره او ۳۲۲ تنه جبري ایستل شوي، او ۲۹۳ زره او ۶۷ نور په خپله خوښه راستانه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د چنګاښ په ۱۹مه هم ایران ۳۲ زره او ۷۳۸ افغانان له خاورې ایستلي دي.
د افغان کډوالو له ایرانه ایستل لا هم دوام لري.

