د طالبانو حکومت د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو په ګډه پرېکړه کړې چې په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د بېکیفیته خوړو او مشروباتو پلور بند شي.
چارواکو ویلي چې دا ګام د ماشومانو د روغتیا ساتنې او د خطرناکو ناروغیو د مخنیوي لپاره اخیستل شوی، ځکه یاد توکي زیانمن کیمیاوي مواد لري چې د سرطان، د زړه ناروغیو او ذهني ستونزو لامل کېدای شي.
وزارتونو له ښوونځیو غوښتي چې دغه لارښوونې عملي کړي، او خبرداری یې ورکړی چې د نه پلي کولو په صورت کې به قانوني اقدام ترسره شي.

