د طالبانو حکومت وایي، چې د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ اړوند د رباط او کیاخان په سیمو کې یې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستان څخه د قاچاق مخه نیولې ده.

د راپور له مخې، ټولټال ۲۳۸ موټره بېکیفیته درمل، کیمیاوي مواد، ډبرو سکاره، تېل، مالټې، مڼې، د ماهیانو غوښه، چاکلیټ او نور خوراکي او غیر خوراکي توکي چې له پاکستانه قاچاق شوي وو، نیول شوي دي.
د ۲۱۵ عزم قول اردو ویاند صدیق الله حفاظت ویلي، د نیول شویو توکو له ډلې څخه ۱۶ موټر درمل په احتیاطي توګه وسوځول شول، تر څو د خلکو د صحت او امنیت لپاره خطر کم شي.


