په لوګر کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې دوه تاریخي کلاوې او یوه تاریخي ابده کشف او ثبت شوې ده.
د خروار ولسوالۍ د ګرند غونډۍ په سیمه کې یوه تاریخي ابده موندل شوې، یوه کلا د محمداغې ولسوالۍ د مغلخېلو په سیمه کې د «فقیر» په نوم او بله د خوښۍ ولسوالۍ اړوند د «کافر» کلا ده.
د یاد ریاست په وینا، دا تاریخي ځایونه څو پېړیو ته رسېږي.
تر دې وړاندې په لوګر کې ۲۷ نورې تاریخي سیمې هم ثبت شوې وې.

