د ننګرهار د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۵۰۰ کیلو ګرامه د کبانو غوښه چې په ناقانونه ډول د تورخم له لارې راوړل کېده، د یو ګډ پلاوي له خوا کشف او ضبط شوې ده.
د ریاست ویاند اجمل سبحاني وایي، دغه غوښه د نیول کېدو وروسته له منځه یوړل شوه.
همدارنګه د یاد ریاست رییس محمد ولي محسن ټینګار کړی چې د «اسلامي امارت» د رهبرۍ له حکم سره سم له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې تړل شوي او سوداګرو ته سپارښتنه شوې چې له قاچاقي راوړنو او ناقانوني کاروبار څخه ډډه وکړي.

