یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:په بېلاروس کې د شاوخوا ۶۰ افغان بندیانو د خلاصون...

د طالبانو حکومت:په بېلاروس کې د شاوخوا ۶۰ افغان بندیانو د خلاصون لپاره هڅه کوو

د طالبانو حکومت د مسکو سفارت وايي، په بېلاروس کې نږدې ۶۰ افغانان په زندانونو کې بند پاتې دي.

د سفارت مستشار عبدالله یاسر څرګنده کړې چې د دوی د خلاصون لپاره هڅې روانې دي او تمه ده ژر حل‌لاره وموندل شي.

د طالبانو حکومت سفارت د یاسر په مشرۍ یو پلاوی بېلاروس ته استولی څو د افغان بندیانو وضعیت وڅېړي.

په دې وروستیو کې بېلاروس اروپایي هېوادونو ته د تلونکو افغان کډوالو د نیونې بهیر زیات کړی او اعلان یې کړی چې بندیان به افغانستان ته ستانه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here