پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:واخان کې نیول شوی واورین پړانګ بیرته طبیعت ته خوشې...

د طالبانو حکومت:واخان کې نیول شوی واورین پړانګ بیرته طبیعت ته خوشې شو

د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې هغه واورین پړانګ چې په تېرو ورځو کې یې د کلیوالو پر څارویو درې پرله‌پسې بریدونه کړي وو او ۴۱ پسونه او وزې یې داړلې وې، د بدخشان دپاره د طالبانو حکومت د کرنې ریاست، د واخان ملي پارک د کارکوونکو او ځایي خلکو په همغږۍ بېرته خوشې شو.

د بدخشان د کرنې چارواکو د واورینو پړانګانو د بریدونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او امنیتي پوستو ته یې سپارښتنه کړې چې د ناقانونه ښکار مخه ونیسي.

د سیمې اوسېدونکي دا ډول پېښې د خپلو مالونو او ژوند لپاره جدي ګواښ بولي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here