د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، د لوګر ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ۲۷ تاریخي سیمې له ارزونې وروسته د هېواد د ثبت شوو فرهنګي آثارو په نوملړ کې شاملې شوې دي.
د وزارت په وینا، دا سیمې د لرغونپېژندنې د مسلکي ټیم د سروې پر مهال تشخیص شوې او د فرهنګي میراث د ساتنې په موخه ثبت شوې دي.

