د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن غرمه کابل ته په رسمي سفر ورسېد.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، دغه پلاوی به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې د طالبانو حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند به هم له سعیدوف سره د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سیمهییزو پروژو په ځانګړي ډول د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ پروژې په اړه خبرې وکړي.

