د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، روانه اونۍ د پاکستان او عراق له بندخونو ۲۲۸ تنه بندي افغان مهاجرین ازاد او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۲۴ کسان د سپینبولدک له لارې له پاکستانه راورسېدل، چې شاوخوا دوه میاشتې یې د هغه هېواد په بندخونو کې تېرې کړې وې.
همدارنګه څلور تنه د نیمروز ولایت له لارې له عراقه راستانه شوي چې نږدې درې میاشتې یې هلته بند تیر کړی.
وزارت ویلي، د بندي افغانانو د خلاصون او بېرته ستنېدو هڅې یې روانې دي.

