د طالبانو حکومت وایي، چې د سهشنبې په ورځ له پاکستان څخه د سپینبولدک له لارې له ۳۲۰۰ زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د سپینبولدک د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویاند علي محمد حقمل ویلي چې له بېرته راستانه شویو کډوالو پرته، پاکستاني چارواکو ۶۰ داسې افغانان هم افغان لوري ته سپارلي دي چې په پاکستان کې بندیان وو.
د حقمل په وینا، دغه بنديان د یوې ورځې څخه تر دوو میاشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې ساتل شوي وو.

