یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:سږ کال له بلخ څخه له دوه ټنو ډېر طبیعي...

د طالبانو حکومت:سږ کال له بلخ څخه له دوه ټنو ډېر طبیعي شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې سږکال د بلخ ولایت تولید شوي له دوه ټنو ډېر طبیعي شات د کورني تولید د ملاتړ په موخه بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د وزارت په وینا، دغه شات ترکیې، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او یو شمېر عربي هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وايي، دا مهال په افغانستان کې له درې زرو ډېر کسان د شاتو مچیو په پالنه بوخت دي، او د دغه سکتور د لا ودې لپاره د هڅو دوام ته اړتیا ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here