یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:د ۲۰۲۵ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان سوداګري...

د طالبانو حکومت:د ۲۰۲۵ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان سوداګري ۳۰٪ لوړه شوې

افغانستان د ۲۰۲۵ د لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۶.۷۸ میلیارد ډالره سوداګري کړې چې د تېر کال په پرتله ۳۰٪ ډېروالی ښيي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، صادرات ۷۴۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې ۹٪ زیاتوالی ښیي او واردات ۶.۰۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي چې ۲۱٪ لوړ شوي.

د یادونې ده چې د افغانستان مهم صادرات وچه مېوه، زعفران، پسته، انګور او پروسس شوې خوراکي توکي دي چې پاکستان، هندوستان، امارات، قزاقستان، ازبکستان، ترکیې، ایران، چین او عراق ته لېږل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here