سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:د کندهار د انارو لومړۍ صادراتي محموله قطر ته ولېږدول...

د طالبانو حکومت:د کندهار د انارو لومړۍ صادراتي محموله قطر ته ولېږدول شوه

د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ خونه وايي چې د کندهار د انارو لومړۍ صادراتي محموله قطر ته ولېږدول شوه.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا محموله ۲۰ متريک ټنه وزن لري او ارزښت يې له ۳۰ زرو امريکايي ډالرو څخه زيات دی، چې د يوه خصوصي شرکت له لوري صادره شوې ده.

چارواکي وايي، د کندهار انار د لوړ کيفيت له امله په بهرنيو بازارونو کې ښه ځای لري او دا صادرات به د بزګرانو د عايد زياتېدو او د هېواد د اقتصاد پياوړتيا کې مرسته وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here