شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو ترهګریز برید...

د طالبانو حکومت:د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو ترهګریز برید غندو

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د هند تر واک لاندې د کشمير په پهلګام سيمه کې وروستی وسله‌وال بريد چې له امله يې ۲۶ ملکي وګړي ووژل شول، غندلی.

بلخي ویلي، چې دا ډول بريدونه کولای شي د سيمې ثبات او امنيت له خطر سره مخ کړي.

نوموړي لیکلي: «د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د پهلګام په سيمه کې پر سيلانيانو وروستی بريد په کلکه غندي.»

د طالبانو حکومت داسې مهال دا څرکندونې کوي، چې تر دې وړاندې دوی پخپله د ورته بريدونو مسؤلين پاتې شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here