د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت، تولید او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلی او حکومت په دې برخه کې ۹۹ سلنه پرمختګ کړی دی.
هغه د ملګرو ملتونو وروستی راپور ردوي چې پکې د شیشې د تولید د زیاتېدو او د کوکنارو د کرکیلې د دوام یادونه شوې ده.
فطرت وايي، د «اسلامي امارت» خپله سروې د کوکنارو او نورو نشهيي موادو تولید صفر ته نږدې ښيي او ټینګار کوي چې نړیوالو مرستندویه ادارو باید د بزګرانو بدیل معیشت ته پاملرنه زیاته کړي.
بل لورته د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرایمو د څار ادارې راپور ښيي چې سږکال که څه هم د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی؛ خو د مصنوعي نشهيي موادو، په ځانګړي ډول مېتامفټامین یا شیشې تولید او قاچاق په ښکاره ډول زیات شوی او د تېر کال په پرتله د نیونو شمېر ۵۰ سلنه لوړ شوی دی.

