د «ردالظلم» عملیاتو په دوام، نن ناوخته د مومند ایجنسۍ اړوند د خویزو او غلنۍ پوځي اډې چې د پوځ او ایف سي پورې تړلې وې د ډرون الوتکو له لوري په نښه شوي.
د طالبانو حکومت ته نږدې استخباراتي سرچینو ویلي، یاد کمپ هغه مرکز و چې له هغه ځایه پاکستاني ځواکونو د ننګرهار ولایت پر بېلابېلو سیمو د درنو وسلو بریدونه کول او ملکي وګړو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړول.

سرچینې زیاتوي، برید دقیق او هدفمند و او یوازې پوځي تأسیسات په نښه شوي دي.
تر دې دمه د احتمالي تلفاتو په اړه رسمي شمېرې نه دي ترلاسه شوې.

