د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP-30) ته د افغانستان د رسمي استازي د نه بللو پرېکړه غندلې ده او دا یې د اقلیمي عدالت، نړیوالې همکارۍ او بشري مسوولیتونو پر ضد بللې ده.
یادې ادارې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دوی بشپړ چمتو وو څو په دې کنفرانس کې د ګډون له لارې د اقلیم بدلون پر وړاندې د افغانانو د زیانمن وضعیت حقایق له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي او د نړیوالو مرستو له محرومیت سره د افغانستان ستونزې مطرح کړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغانان دا مهال د وچکالۍ، سېلابونو، د یخچالونو د ویلي کېدو، د کرنیزو محصولاتو کمښت، د ځمکو ښویېدنې، د دودیزو ژوندیو بڼو د له منځه تلو او د اقلیمي بدلون له امله د جبري نقلمکان له پراخو ستونزو سره مخ دي.
د یادونې وړ ده چې د اقلیمي بدلون روان نړیوال کنفرانس پرون په برازیل کې پیل شو؛ خو افغانستان په رسمي توګه ګډون ته ونه بلل شو.

