د طالبانو حکومت پلاوي د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد خرم آغا سره په لیدنه کې وړاندیز کړی، چې د افغان کډوالو د بشري ستونزو د حل لپاره دې منظمې او دوامدارې دوهاړخیزې خبرې پیل شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، پلاوي وړاندیز کړی چې باید یو درېاړخیز کمیسیون د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ جوړ شي، تر څو د کډوالو د رضاکارانه ستنېدو، د جبري ایستلو د مخنیوي او د دوی د مالونو د انتقال په برخه کې همکاري وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې هېواد یې له افغان کډوالو سره انساني چلند ته ژمن دی؛ خو ټینګار یې کړی چې هېڅ بهرنی وګړی باید پرته له قانوني اسنادو په پاکستان کې ژوند و نه کړي.

