سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:دوه‌تابعیته افغانانو ته د افغانستان د ویزې اخیستو اوازې حقیقت...

د طالبانو حکومت:دوه‌تابعیته افغانانو ته د افغانستان د ویزې اخیستو اوازې حقیقت نه لري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه راپورونه ناسم دي چې ګواکې «اسلامي امارت» د بهر مېشتو دوه‌تابعیته افغانانو لپاره د افغانستان ویزه اخیستل لازمي کړي دي.

د وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي، حکومت هېڅ نوې پرېکړه نه ده کړې او دا ډول خبرونه د حقیقت سره اړخ نه لګوي.

تکل وایي، هغه افغانان چې غواړي د بهرني پاسپورت په وسیله افغانستان ته سفر وکړي، د خپل افغاني هویت په ثابتولو سره د ویزې اخیستلو اړ نه دي او کولای شي د معمول په څېر له ویزې پرته هېواد ته ستانه شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here