یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:بې‌سرپرسته ماشومان، ممنوع‌الخروج کسان او مجرمین پاسپورټ نه‌شي ترلاسه کولی

د طالبانو حکومت:بې‌سرپرسته ماشومان، ممنوع‌الخروج کسان او مجرمین پاسپورټ نه‌شي ترلاسه کولی

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست اعلان کړی چې هغه کسان به پاسپورټونه ترلاسه نه شي کولی، چې یا حقوقي سرپرست نه‌لري، یا د دوی له لوري ممنوع‌الخروج ګرځول شوي، او یا هم په محکمه کې مجرم پېژندل شوي وي.

یاد ریاست د شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، هغو ماشومانو ته چې حقوقي سرپرست یې نه‌وي، پاسپورټ نه ورکول کېږي.

اعلامیه کې راغلي، هغه کسان چې د بایومټریک یا “بیف” سیسټم له لارې ممنوع‌الخروج ثابت شوي وي، هم له پاسپورټ اخیستلو محروم دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here