د هرات ولایت ځايي طالب چارواکي وايي چې د ایران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره په اسلامکلا بندر کې د ترانزیټي تګ راتګ لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي رسنیو ته ویلي چې له دې وروسته به د ایران ترانزیټي موټر د ځانګړو ترتیباتو له مخې وکولای شي خپل سوداګریز توکي د بندر په ټاکل شویو ځایونو کې تخلیه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې دا پرېکړه د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د چټکتیا او د ترانزیټي چارو د اسانتیا لپاره شوې ده، څو سوداګریز توکي ژر بازارونو ته ورسېږي.
د چارواکو په وینا، تمه کېږي چې د دې تګلارې له عملي کېدو سره به د وارداتي توکو د لېږد لګښتونه راکم شي او د بازارونو په بیو کې به هم یو څه کموالی رامنځته شي.
سوداګر بیا وایي که دا پروسه په منظم ډول دوام وکړي، نو د افغانستان او ایران تر منځ به سوداګریز تګ راتګ لا پراخ شي او د سرحدي بندرونو فعالیت به هم زیات شي.

