د طالبانو حکومت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخې، د کابل د اورانوس ودونو تالار او اړوند پارکېنګ قراردادونه لغوه شوي او دا سیمه به د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړې شي.
د «خلیج» او «ممتاز محل» تالارونه به تر خپلو قراردادونو د ختمېدو پورې فعال وي.
همداراز، د نظیف مارکېټ، علاوالدین درې لارې تېلو ټانک او د ظاهر شاهي مارکېټ قراردادونه پای ته رسېدلي او د ازادې داوطلبۍ له لارې نوي مستاجرین ټاکل شوي دي.
اورانوس تالار د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې د کابل د ټولنیزو، کلتوري او سیاسي غونډو مهم ځای و.

