د طالبانو حکومت څلور نعت ویونکي د موسیقۍ په سبک د نعت ویلو په تور نېولي.
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان په تخار او فاریاب ولایتونو کې نيول شوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر دې وړاندې دې کسانو ته له دغې چارې د لاس اخیستو خبرداری ورکړ شوی وو.

