د طالبانو حکومت پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د اسرائیل وروستي بریدونه وغندل.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوی پر خاوره یرغل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی او دوی یې په کلکو ټکو غندي.
اعلامیه کې راغلي، دوی له ټولو سیمهییزو او نړیوالو لوریو او مسوولینو جدي غوښتنه کوي چې په دې اړه اقدام وکړي.
د یادونې ده چې اسرائیل په وروستیو څو اوونیو کې پر لبنان، سوریې، فلسطین بریدونه زیات کړي دي.

