د طالبانو حکومت د ډونالډ د فلسطینیانو د بېځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په اړه شوې څرګندونې غندلې.
د طالبانو حکومت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.
اعلامیه کې راغلي، چې غزه د فلسطین خاوره ده او بل هېڅوک یې د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولی.
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې د نړۍ با اثر هېوادونه باید ددې ډولو توطئو پر وړاندې ودرېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراييل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، وروسته له هغې چې د غزې اوسېدونکي، فلسطېنیان یې نورو ځایونو ته ولېږدول، غزه به ونیسي.

