د طالبانو حکومت رئیسالوزراء ملا محمدحسن اخند د قطر د نوي سفیر مردف بن علي القاشوطي باورلیک رسماً ومانه.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې دا مراسم نن په ګلخانې ماڼۍ کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د رئیسالوزراء د دفتر د عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع په حضور کې ترسره شول.

د فطرت په خبره، رئیسالوزراء د قطر نوي سفیر ته ښه راغلاست ویلی او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا هیله یې څرګنده کړې ده.
ملا محمد حسن اخند ویلي چې قطر په سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.
په دې لیدنه کې نوي سفیر ویلي چې په افغانستان کې د خپل ماموریت پیل ورته د ویاړ ځای دی او ژمنه یې کړې چې د قطر او افغانستان اړیکې او همکاري به نوره هم پراخوي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د نوي سفیر په ټاکل کېدو خوښي ښودلې او د لازمې همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

