شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛د کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپاره

د طالبانو حکومت؛د کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپاره

د جمهوریت نږدې تکمیله شوې پروژه “کمال خان بند” له څه کم څلور کاله ځنډ وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، دا بند نن د دوی د یو شمېر چارواکو په شتون کې پرانېستل شو.

طالبانو د نیمروز تر نیولو وروسته، سمدلاسه د دغه بند اوبه ایران ته ور خوشې کړې وې.

د یادونې ده چې کمال خان بند د افغانستان له حیاتي بندونو څخه دی، چې چارې یې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني دوره کې بشپړې شوې وې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here