د طالبانو حکومت د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول او احتکار مخنیوي کمیسیون په تازه پرېکړه کې د سونتوکو نوې بیې اعلان کړي دي.
د نوې بیې له مخې:
د یو لیټر ۹۲ پټرول بیه ۶۷ افغانۍ
د یو لیټر ډیزلو بیه ۶۵ افغانۍ
د یو کیلو ګرامه مایع ګاز بیه ۵۶ افغانۍ
د کمیسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې بیې د اړوندو ادارو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د کسبکارانو استازو، او د تېلو او ګازو د اتحادیې د معلوماتو او ارزونو پر اساس ټاکل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ټینګار کړی چې ټول کاروباریان مکلف دي دا بیې عملي کړي او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.
ښاريانو ته هم سپارښتنه شوې چې د هر ډول سرغړونې په اړه د مارکیټونو د تنظیم ریاست سره اړیکه ونیسي.

