دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛د ټرانسپورت اوهوايي چلند سرپرست نن د ترکمنستان له سفیر...

د طالبانو حکومت؛د ټرانسپورت اوهوايي چلند سرپرست نن د ترکمنستان له سفیر سره کتلي

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ وزارت سرپرست حمیدالله اخندزاده نن چهارشنبه د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کابل کې ولیدل.

په دې ناسته کې د ټرانسپورتي همکاریو، د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالي، او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې د اسانتیاو په اړه خبرې شوې.

اخندزاده وویل، دا مهال د کابل او عشق‌آباد ترمنځ د همکاریو پراخولو لپاره ښه فرصت شته.

په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر هم وویل چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره، په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ په برخه کې، اړیکې لا پیاوړې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here