د طالبانو حکومت د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې معین عبدالرحمن منیر د منځنۍ آسیا د هېوادونو د سیمهییز معلوماتي او همغږۍ غونډې په ناستې کې ګډون کړی.
منیر په دې ناسته کې ویلي، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو کر او قاچاق نږدې له منځه تللی او دا هڅې یې یو مهم پرمختګ بللی.
هغه له ګډونوالو هېوادونو څخه د ګډو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کړې او دغه راز یې د افغان کروندګرو د بدیل معیشت لپاره د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی.

