د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نننۍ ناستې کې ۱۱ مهمې پروژې تایید شوې چې ټول ارزښت یې له یو میلیارد او ۵۳۸ میلیونو افغانیو څخه اوړي.
د اعلان شویو پروژو له ډلې، د غور د هوایي ډګر د ځغاستلیکې د جوړولو کار، د بغلان د دهنهغوري ولسوالۍ ۱۷ کیلومتره سړک رغونه، او د پکتیکا د زرګرانو ـ ګردېز د لویې لارې جوړول شامل دي.
همداراز، د کابل د باریکاب د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا سبسټیشن د سروې، ډیزاین او ازموینې تړونونه هم د کمېسیون له لوري منظور شوي دي.

