د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د هند په رسمي بلنه نوي ډیلي ته روان شوی دی.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې سفر اصلي هدف د چابهار بندر د ظرفیتونو په بشپړ ډول فعالول، د هند د پانګونې جذب او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول دي.
په دې سفر کې به طالب پلاوی د پراګتي نړیوال نندارتون له کتنې سربېره د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو، پانګوالو او د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري.
د یادونې ده چې دغه سفر د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

