چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛د شیخ هبت‌الله په لارښوونه ۲ زره او ۴۶۳ بندیان...

د طالبانو حکومت؛د شیخ هبت‌الله په لارښوونه ۲ زره او ۴۶۳ بندیان له زندانونو ازاد کړي دي

د طالبانو حکومت سترې محکمې ویلي، چې د شیخ هبت‌الله په لارښوونه او د کوچني اختر په مناسبت، ۲ زره او ۴۶۳ بندیان له زندانونو ازاد شوي دي.

سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغه حکم پر اساس د ۳ زره او ۱۵۲ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه طرزالعمل د سترې محکمې د قضایي تفتیش عمومي رئیس په مشرۍ د یو مؤظف پلاوي لخوا جوړ شوی و.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې پلاوي کې د سترې محکمې، زندانونو ادارې، کورنیو چارو وزارت، جنايي تحقیقاتو، استخباراتو او نورو ادارو استازي هم شامل وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here